امنیت

دهرات ښاريانو له خوا په کابل ښار کې دوروستي ډار اچوونکي بريد غندل

کابل باختر د غبرګولي  ديارلسمه :
دهرات يو شمير  خلکو نن ديوې سوله ئيزې  غونډې په جوړولو سره په کابل کې وروستۍ تروريستي بريد وغانده .
دوى له مرکزي حکومت څخه تروريست بايد اعدام شي په شعار سره دعدالت  دتحقق غوښتنه وکړه او دعدالت غوښتنې غږ يې پورته کړ .
په ولايتي شورا کې دخلکو استازې سميې رامش په کابل  کې دپروني  تروريستي بريد په غندلو سره داسلامي انقلاب  دسورکفنو شهيدانو په تيره بيا دپرونۍ پيښې  دشهيدانو پاک روح ته دعا وکړه .
ميرمن رامش په مسوولينو دنه اغيزمنتوب او بې پروايي تور ولګاوه او زياته يې کړه چې مرکزي حکومت دې بايد له تروريستپالو هېوادونو او دتررويستانو  له ملاتړو هېوادونو سره خپلې سياسي اړيکې وشلوي .
  په دې مدني  اعتراض کې ماريا بشير ،  ميرمن طاهرې  حسيني ، عزيزې  خير انديش  او مريمې  جامي الاحمدي دوروستي وژونکي بريد  دغندلو په ترڅ کې له دولت څخه دهېوادوالو له حقوقو داعاده کولو او دتروريستي جرمونو دمخنيوي په لاره کې دعدالت دتحقق غوښتنه وکړه . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته