امنیت

کابل ښاريانو په فراه کې ډار اچوونکي بريدونه وغندل

 

کابل _ باختر دوري شپاړسمه :

 کابل ښاريانو په فراه ولايت کې وروستي تروريستي بريدونه په کلکه وغندل او ددغو بريدونو د شهيدانو له کورنيو او ټپيانو سره يې د ډاډ ګيرنې او خواخوږۍ مراتب څرګندکړل .

 دکابل د ريشخورو اوسيدونکى محمدالله دباخترآژانس له خبريال سره په خبروکې دغه تروريستي بريدونه چې زموږ دلسګونو تنو ملکي وګړو دشهادت او ټپي کيدو سبب شول؛ له اسلامي او انساني چلندونو څخه لرې وبلل او ويې ويل: هغه کسان چې په  وينو او خاورو زموږ د فراهي هيوادوالو د لړلو او لت پت کولو سبب شول؛ بايد دولت او امنيتي ځواکونه د هغوى په  وړاندې  له صبر، زغم او حوصلې څخه کار وانه خلي .

دکابل ښار د دهمزنګ اوسيدونکى عبدالقهار وويل: دفراه دخلکو د وژنې عاملين به دافغانستان دخلکو ترمنځ ځاى ونه لري .

  دوى بايد په دې پوه شي چې جګړه او ډار اچونه چې ترسره يې کړه او د دې هيواد بيګناه خلک يې په وينو او خاورو ولړل او لت پت کړل او هغوى په حقيقت کې يوځل بيا له خلکو سره خپله دښمني ثابته کړه  .

 دخيرخانې مينې اوسيدونکى عبدالهادي وايي چې د فراه پيښې دافغانستان ټول خلک کړولي دي .

 ده وويل: باورنه کوي داسې افغان به موجود نه وي چې د فراه دپيښې له امله زړه يې ټپي شوې نه وي .

 عبدالهادي وويل: نه پوهيږي دغه شان عملونه چې د افغانانو دشهادت او ټپي کيدو سبب کيږي؛ د وژونکو له خوا څه ډول توجيه کيږي؟

  آيا د دې وخت نه دى را رسيدلى چې ټول افغانان او نړيوال په دې پوه شي، هغه کسان چې دافغانستان د دولت اوخلکو په وړاندې جنګيږي؛ د پرديو بوډاګيان دي نه افغانان ؟

  په همدې ترتيب يو زيات شمېرکابل ښاريانو له باخترآژانس په خبروکې په فراه کې ډاراچوونکي عملونه وغندل او د شهيدانوله کورنيو او ټپيانو سره يې خپله خواخوږۍ څرګنده کړه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته