اقتصاد

تبصره

کابل باختر دزمري شپږ ويشتمه :
ټاکل شوې  ده تر دوو اوونيو پورې دکابل دحلقوي  سړک دجوړولو طرحه برابره او په دې ترتيب  ددغې  ملي پروژې دعملي کار  دپيلولو لپاره زمينه برابره شي .
دباختراژانس  مبصر ليکي :
جمهور رييس غني وړمه ورځ دجمهوري رياست په ارګ کې  ديوې غونډې مديريت وکړ چې دکابل دحلقوي  سړک دجوړولوپه مقصد جوړه شوې وه .
په دې غونډه کې چې جګپوړو  حکومتي مسوولينو ، دکابل ښاروالۍ او دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ چارواکو ګډون کړى و دکابل دحلقوي  سړک دجوړولو داړتيا په باب  خبرې وشوې او ددغه شان يو سړک جوړول دپايتخت  او دټول هيواد داقتصادي  ودې  ، دهيواد  په مرکز او ګاونډيو ولايتونوکې دامنيتي حالت  دښه والي او دهيوادوالو دټولنيزو اړيکو دټينګښت لپاره اغيزمن وبلل شول اوپه دې ترتيب  دافغانستان حکومت ديوې سترې اقتصادي پروژې دجوړولو لپاره تصميم ونيوه .
دکابل دحلقوي  سړک دجوړولو په باب تصميم په داسې وخت کې نيول کيږي چې کابل ددرندو ترافيکو په شتون کې له جدي ستونزو سره مخامخ دى،  نه يوازې  په زرګونو کوچنيو شخصي ، دولتي او نظامي ليږدوونکو وسايطو شتون په پايتخت کې دترافيکو دروندوالي لاپسې زيات کړى دى  بلکې دسلګونو باروړونکو وسايطو تګ راتګ چې په عمده توګه له کابل ښار څخه په تيريدو سره په ترانزيتي ډول دشمال په لور  تګ راتګ کوي هم دترافيکو داوسنيو ستونزو په  پيداکولو کې رول لري .
  له بلې خوا دسيمې تروريستي شبکې او استخباراتي سازمانونه  زياتره  له باروړونکو وسايطو څخه دچاوديدونکو توکو د ليږدونې او دتروريستانو دتيرولو لپاره استفاده کوي .
کله ناکله  له هغو بار وړونکو وسايطو  څخه چې يا کابل ښار ته ننوځي اويا داچې دکابل ښار له لارې دترانزيت  په ډول دشمال په لور ځي . دتروريستي مقصدونو لپاره استفاده کيږي . دکابل ښار دشاه شهيد په ساحه کې  وروستۍ  پيښه دهغه تروريستي فعاليت بيلګه ده چې ديوه بار وړونکو موټر په واسطه ترسره شو خو په کابل کې دحلقوي سړک جوړول به نه يوازې په پايتخت کې دترافيکو دبهير دويش سبب شي  او دروندوالي حجم  به يې کم کړي بلکې کابل ښار ته دباروړونکو وسايطو دننوتو مخه به ونيسي .
دغه راز دحلقوي سړکونو جوړول کيداي شي  داقتصادي ودې  دخلکو دنږدې والي او دامنيت او ثپات سبب هم کيږي .
هغه څه چې دافغانستان حکومت دکابل دحلقوي سړک دجوړولو دطرحه په توګه پيل  کړل دهيواد اقتصادي ودې لپاره دافغاني دولتي چارواکو ليوالتيا ښيي
هيله ده چې دغه شان  پروژې عملي بڼه غوره کړي او دکابل دحلقوي  سړک ترڅنګ دګرديوال سړک دجوړولو  لپاره چې کابل دپروان ، باميانو ، دايکنډي  او دغور له تلګوري  څخه له هرات  سره نښلوي هم فکر وشي  ځکه دغه لويه لاره دهغو ولايتونو له تګلورو څخه  تيريږي چې دبل هر ولايت په نسبت کمه پرمختيا يې کړې ده .
دغه راز دکابل  د حلقوي سړک دجوړولو مفکوره دهيواد دسترو حلقوي  واټونو دکار دبشپړولو لپاره په انګيزه  بدله شي چې قندهار له کابل او شمال له هرات سره نښلوي  خو کار يې په ناڅرګندو دلايلو دبادغيس ولايت پورې په اړوندو ساحوکې نيمګړى پاتې دى .
بله خبره چې بايد په ډاګه شي داده چې ډير زيات اداري فساد په هيواد کې دسړک او  لارې جوړولو په برخو کې شوى دى.
لويې لارې او واټونه په زياتو  لګښتونو خو په ټيټ کيفيت سره جوړ شول. دولتي چارواکو اودچارو مسوولينو ته لازمه  ده  چې داداري فساد او دنورو سړکونو او واټونو او دحلقوي سړک په شان دملي پروژو په جوړولو کې دناوړې استفادې په نامه کرغيړنې  پديدې ته متوجه واوسي او دلوټمارو  او داستفاده غوښتوونکو لاس دى مخکې له مخکې ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته