سیاست

دمننې پيغام

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٧
دلبنان دصدراعظم تمام سلام له خوا دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني دمننې پيغام رارسيدلى دى.
په پيغام کې ويل شوي دي په زياتې مننې او قدردانى سره مې استاسې دمبارکۍ پيغام چې دځان او د دوست هيواد افغانستان دخلکو په استازيتوب دلبنان دخپلواکي ديو اويايمې کاليزې په مناسبت راليږي شوى و ،ترلاسه کړ ،هغه پيغام چې په واقعيت کې دلبنان په نسبت ستاسو دښو او صادقانه ولولو ښکارندوى و.
له دغه مناسبت څخه په استفادې سره دافغانستان داسلامي جمهوريت او لبنان ترمنځ د دوستانه اړيکو قدردانى کوم،هيله لرم چې په ټولو برخو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې او د دواړو ملتونو دګټو په پام کې نيولو سره زياتې آرامۍ او سوکالۍ ته ورسيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته