امنیت

دطالبانو دوه تنه قوماندانان ونيول شول

دکاپيسا ولايت پو ليسو نن د طالبانو دډلې دوه تنه قو ماندا نان ونيول.

دکاپيسا ولايت د امنيې قوماندانۍ داو پراسيون امر اسد الله اميري د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل: د طالبانو دوه تنه قو ماندانان ملا نبي او ملا فضل الله چي د نجراب ولسوالۍ د افغانيه درې اوسيدونکي دي ددغې ولسوالۍ په مرکز کې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ دپوليسو دمنسو بينو له خوا ونيول شول.

له نيول شويو کسا نو څخه پو ښتنې پيل شوي دي .

ديو بل خپر له مخې دکاپيسا ولايت په مر بو طاتوکې نن د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې يوه اندازه ووسلې او مهمات ترلاسه شول

دکاپيسا ولايت د امنيې قو ماندانۍ داو پرا سيون امر دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل دغه عمليات چې نن سهار دنجرا ب ولسوالۍ په پچغان سيمه کې پيل شوي وو دعملياتو په بهير کې دوه کلاشينکوفونه ، يوه داشکه اود کلاشينکوف څه ناڅه پنځه زره ګولۍ ددغه ولايت د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته