امنیت

دطالبانو دډزو له امله يوملکي وګړى شهيد او څلورتنه نور ټپيان شول.

کابلباختردلړم دمياشتې  ١٢:                                                                        
  په هلمند ولايت کې نن دملکي وګړو دسپرلۍ په کاروان دطالبانو دډزو له امله يو ملکي وګړى شهيد او ديوه ماشوم په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول.  
  دهلمند دوالي وياندعمرځواک دباخترآژانس خبريال ته وويل :  دغه پيښه دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت رامنځته شوه  چې يوې ډلې  طالبانو دملکي وګړو دسپرلۍ په وسايطو چې له ساحې څخه تيريدل ډزې وکړې  چې له امله يې يو ملکي وګړى شهيد اوديوه ماشوم په ګډون څلور تنه  نور ټپيان شول.
دپيښې  ټپيان دپوليسو او دخلکو په همکارۍ  په دې ساحه کې نږدې کلينيک ته ليږدول شوي دي او دروغتيايي مسوولينو دڅرګندونوله مخې  ددريو تنو ټپيانو روغتيايي  حالت خراب بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته