ټولنه

دملي بودجې دمسودې په اړه دسناتورانو پوښتنې ځواب شوې

کابل باختر د لړم ديرشمه : د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلم یار په مشرۍ د دې جرګې په فوق العاده غونډه کې د مالیې وزارت سرپرست د ۱۳۹۸ مالي کال د ملي بودجې دمسودې په اړه د سناتورانو پوښتنې ځواب کړې. دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ . د مالیې وزارت سرپرست څخه د ملي اقتصاد، مالي او بودجې کمېسیون رییس محمد عظیم قویاش او نورو غړو د تیر په پرتله د سږني کال د بودجې دمسودې د ښه ترتیب څخه د یادونې تر څنګ په ملي بودجه کې د ښه انډول د راوړلو، د عمومي او فرعي سړکونو رغاونې ته د خلکو د اړتیا، د سړکونو د ساتنې او څارنې،د پلونو،ښوونځیو، روغتیایي مرکزونو، روغتونونو، دولایتی شوراګانو، محکمو،دامنیه قوماندانیو ودانیو او د ولایتونو د ورزشي تاسيساتو د رغاونې، د کرڼې برخې د پیاوړي کیدو،سړو خونو د جوړیدو او د اوبو راګرځولو بندونو باندې پانګونه، د فابریکو فعالول، د ښوونکو ښارګوټو د رامنځته کیدو، د ښوونکو او دولتي کارکوونکو د معاشونو د زیاتوالي، د معلولینو او شهیدانو د وارثانو د ستونزو د حل په موخه د احتیاطي کود د جوړیدو، د لیلیو جوړیدو،د پوهنتونونو د تدریسی خونو رغاونې ته پاملرنه، د پوهنې تشکیل د زیاتیدو، له بې وزلي اووزګارتيا سره د مبارزې او د عایداتي نویو سرچینو موندل، د آریانا افغان هوایی شرکت لپاره د الوتکو پیرل، د ځینو ولایتونو د هوایی ډګرونو د رنوې لیکو د پخولو، د کوکنارو بدیل کښت ته د پاملرنې، د کورنیو چارو وزارت د قراردادیانو ستونزو د حل او ځینو نورو موضوعګانو په اړه یو لړ پوښتنې مطرح کړې، او د مالیې وزارت د پخوانیو چارواکو څخه په ملي بودجه کې د سناتورانو د وړاندیزونو د نه ځایولو څخه هم یادونه وشوه. همداراز دمالیې وزارت له سرپرسته وغوښتل شول چې په بودجه کې دې د سناتورانو وړاندیزونه چې ملي او وګړنیزې پروژې رانغاړي، په پام کې ونیسی. ورپسې د مالیې وزارت سرپرست ډاکټر همایون قیومي وویل، په پام کې ده چې په راتلونکې کال کې شاوخوا ۴۰۰ عامه او دولتي پروژې چې کارونه یې پاتې دي بشپړې شي او هم دولتي ادارو ته سپارښتنه شوې کومي پروژې چې ټاکل شوې په نوي مالي کال کې یې په پام کې ونیسی، باید عملي اړخونه ولري اود جمهور رييس د لارښوونې پر بنسټ به د امکان تر بریده بودجه ولایتونو ته انتقال شي تر څو له دې لارې هم د خلکو اړتیاوې حل شي. ډاکټر قیومي زیاته کړه، د ملي بودجې د مسودې په برابرولو کې د پخوانۍ تګلارې سربیره نړیوال معیارونه هم ځای پر ځای شوي او په کې د سړکونو، ترمینلونو، ساختماني پروګرامونو، د ښوونځیو، جوماتونو، پوهنتونونو او په هیواد کې د روغتیایی مرکزونو رغاونې برخو ته زیاته پاملرنه شوې ده چې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې یې د ۲۷۰۰ بابه ښوونځیو د رغاونې د عملي کار له پیل څخه هم یادونه وکړه. همدا راز یې د دوه سوه شل کیلو ولټه ملي شبکې سره د ننګرهار، کونړ، پکتیکا، غور، هرات- شینډنډ او شینډنډ- فراه برېښنا د انرژۍ له تړلو څخه هم خبر ورکړ او ویې ویل، ټاکل شوې په دوو راتلونکو کلونو کې د هیواد د ولایتونو ټول مرکزونه د د برېښنا له ملي شبکې سره وصل شي چې له دې جملې څخه د نیمروز، نورستان، ارزګان او دایکندي برېښنا پلان او ډیزاین بشپړ شوی، نوموړي همدا راز عامه او خصوصی مشارکت سره د هیواد یوشمیر ولایتونو کې د برېښنا د تولید د پنځو پروژو د کار له پیل څخه دیادونې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د مجلس د غړو مشورتي نظریې به په ملي بودجې کې ځای کړي. د مالیې وزارت سرپرست د خپلو خبرو په پای کې څرګنده کړه چې د افغانستان حکومت هڅه کوي چې د هیواد د اقتصادي پرمختګ او د صادراتو د لوړولو په موخه لازیات اړین ګامونه واخلي او له نړیوالې ټولنې سره د خپلو ژمنو له مخې د عایداتي سرچینو جوتول، ګمرکونو کې د اصلاحاتو رامنځته کول، د عوایدو په راټولولو کې د روڼوالي رامنځته کول، د کرڼې او کانونو برخو ته پاملرنه او د ځان بسیا په برخو کې اقدامات په پام کې دي او ټاکل شوې د ژینیوا کنفرانس کې دغه موارد په مشخص ډول له نړیوالو همکارانو سره په بحث کې مطرح کړای شي. خو د غونډې په پیل کې د مشرانو جرګې رئیس او غړو د کابل ښارپه اورانوس هوټل کې پر عالمانو د تیرې شپې ترهګریز برید په سختو ټکو وغانده او د شهیدانو پاک روح ته د دعا تر څنګ پریکړه وشوه چې پدې اړه دې د جرګې له خوا اعلامیه صادره شي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته