ټولنه

دولتي کارکوونکي اړ دي چې په خپلو ودانيو کې استوګن شي

لښکر ګاه باختر د وږي د میاشتې ٧مه
هغه دولتي ادارې چې ودانۍ يې د ميليونونو امريکايي ډالرو په لګښت جوړې شوي کارکوونکي يې اړ دي چې په خپلو ودانيوکې استوګن شي.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
دغه څرګندونې د هلمند والي حیات الله حیات په اوونيزه اداري غونډه کې وکړې.
حيات وویل چې د اداري ساحې لپاره به يو ګډ تخنيکي پلاوی وټاکل شي، څو تثبيت کړي، چې په دغه سيمه کې کومې ادارې ودانۍ لري، ولې نه دي ورته لېږدول شوي او کومو اسانتياو ته اړتيا لري؟
هغه يو شمېر ادارو ته دنده وسپارله چې د نويو جوړو شويو ودانيو لپاره دې ټولې اسانتياوې برابرې کړي.
په غونډه کې هلمند والي حيات الله حيات پر يو شمېر امنيتي موضوعاتو هم خبرې وکړې او زیاته يې کړه چې، د ناوې ولسوالۍ په بشپړه توګه د مخالفينو څخه پاکه شوې او آن تر ګرمسېر ولسوالۍ پورې سيمې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوي دي.
هغه د امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې، لاسته راوړنې او مېړانې وستايلې او ټينګار يې وکړ، چې په ناوې ولسوالۍ کې به نور چوپړونه هم پراخ شي.
هلمند والي وويل: چې د لښکرګاه شاوخوا او يو شمېر نورو ولسواليو لپاره هم قوي امنيتي  پلانونه او تدابير نيول شوي، چې ډېر ژر به يې د پلې کېدو چارې پېل شي.
د غونډې په وروستيو کې د اطلاعات او کلتور وزارت له لورې د هلمند والي حيات الله حيات ته د ځوانانو، رسنيو او د بيان د ازادي څخه د ملاتړ له کبله چمتو شوی ستاينليک د اطلاعات او کلتور رېيس فريد احمد فرهنګ له خوا وسپارل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته