ټولنه

د پروان پوهنتون يوشمير استادانوپه اعتصاب لاس پورې کړ

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ٢٠ :
د پروان پوهنتون يو شمېر استادانو دخپلو معاشونو  دنه ترلاسه کولو په دليل له دوو ورځو را په دې خوا په اعتصاب لاس پورې کړى دى او درسي خونو ته له ورتګ څخه يې ډډه کړې ده.
د پروان پوهنتون استادان وايي چې له پنځومياشتو را په دې خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي .
ددغه پوهنتون استادان دغه راز په دغه علمي مرکزکې د کمزورى مديريت له امله شکايت لري .
خو د پروان پوهنتون رييس عطامحمديار دغه ادعا ردوي او وايي چې په دې اړوند يې د لوړو زده کړو وزارت له مقاماتو سره خبرې کړې دي او په ډيرلنډ ممکن وخت کې به د استادانو ستونزه حل شي .
استادان وايي: که چيرې د دوى ستونزې  حل نه شي؛ خپل اعتصاب ته به دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو او د اروا پوهنې د پوهنځي استادانو هم د لوړو زده کړو وزارت له خوا د دوى د شپې له خوا د لوست ورکولو د حقوقو د نه اجرا کيدو له امله د دوو ورځو لپاره د شپې له خوا محصلانو ته له لوست ورکولوڅخه ډډه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته