کابل- باختر د مرغومي دمياشتې ٨
په هرات ولايت کې دفوټبال دغوره ليک سيالۍ نن دبيک بير او صرافانو دټيمونو ترمنځ په دوو لوبو سره دوام مومي.
دهرات دفوټبال فدراسيون تخنيکي مسوول نجيب الله نوروزي دباختر اژانس خبريال ته وويل :- چې دفوټبال دغوره ليک سيالۍ داتو ټيمونو په ګډون په هرات ښارکې پيل شوې دي او په پرونۍ لوبه کې داتفاق او انصاري ټيمونو لوبه له ګول پرته برابره پاى ته ورسوله.
1 د یوې دقیقې څخه لږ