خبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

تبصره

 کابل، د غوايي١٧مه، باختر

له سېلاو ځپلو سره مرسته يوه ديني او اخلاقي دنده ده او د هېواد هر وګړي ته په کار ده چې دغه انساني امر ته لبيک ووايي.

د باخترآژانس مبصرليکي: د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سختو اورښتونو او سېلاونو له امله خلکو ته مرګ ژوبله او زيات مالي زيانونه اوښتي او عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

د اسلامي امارت رسمي سرچینو ویلي چې د هېواد په څه ناڅه ۱۲ولایتونو کې د سختو اورښتونو اوسېلاوونو له امله  ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي، د هېواد  هوا پېژندنې ادارې مخکې د څو طبيعي پيښو وړاندوینه کړې وه، خو نه شي کيداى د طبعيت له قهر سره مقابله وشي، پرته له دې چې هغه د پایلو لپاره احتیاطي پلانونه ولرو.

د رسنیو د خبرونو او د چارواکو په وینا وروستیو سېلاوونو زموږ زياتو هېوادوالو ته زياتې ستونزي رامنځته کړي دي ، زياتې سیمې يې ویجاړې کړې او آن د سېلاو ځپلو سیمو اوسېدونکو خپل فارمونه او څاروي هم  په بشپړه توګه له لاسه ورکړي دي،  زيانمن شوي کسان له دولت څخه د بيړنيو مرستو غوښتنه کوي او د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې د بېړنيو مرستو غوښتنه کړې.

بې له شکه دولتي بنسټونه د دې طبیعي ناورین له پایلو سره د مقابلې او له اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره خپل پلانونه او تدابیر لري، خو د حکومت مالي او اقتصادي وضعیت ته په کتو سره په کار ده چې د حکومت له پلانونو څخه زیات اقدامات ترسره شي. هغه څه چې نړیوالې خیریه موسسې کوي د دوی خپل کار دی، پرته له دې چې دلته د هیواد خلک او هیوادوال په ټولیزه توګه له اړمنو سره څه ډول چلند وکړي.

د اسلام سپېڅلی دين د انسان دوستۍ دين په توګه خپلو  پيروانو ته اړمنو خلکو ته د مرستې لارښونه کوي  اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو په برخه کې څرګندې لارښوونې شته او څوک باید له زیانمنو سره څومره چې توان ولري مرسته وکړي.

له سېلاو ځپلو سره مرسته یوه دیني او اخلاقي وجیبه ده او د هېواد هر وګړی باید  په دې انساني مسله کې خپله دنده او رسالت ادا کړي.

په هېواد کې هر مؤمن باید هر څومره چې کولای شي د مرستې په بهیر کې برخه واخلي، يوه جوړه جامې ، يو فرش، يوه اندازه خوراکي توکي تريوې اندازې درملو پورې کولاى شي مرسته وکړي، هرڅومره چې لوی سوداګر او پانګه وال مرسته کوي، په هماغه اندازه د خلکو درد  پرې دوا کيږي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته