سیاست

پاکستان په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو هرکلى وکړ

اسلام آباد – باختر د وږي دمياشتې ٣١
د پاکستان حکومت په افغانستان کې د ملي وحدت د حکومت د جوړولو لپاره د ډاکتر اشرف غني احمدزي او د ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي موافقې هرکلى وکړ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت نن د يوې وينا په صادرولو سره په افغانستان کې په آرام او ديموکراتيک بهير سره د قدرت له ليږدونې سره د اسلام آباد د ملاتړ د اعلامولو په ترڅ کې ويلي دي چې پاکستان ددغه موافقه ليک لاسليک يو مثبت اقدام بولي او هغه اشرف غني احمدزي او د عبدالله عبدالله د هوښيارى او درايت زيږنده بولي.
په دې وينا کې ويل شوي دي چې د پاکستان حکومت او ملت د افغانستان دغو دواړو مشرانو او هم د دغو هيواد ملت ته مبارکي وايي او يوځل بيا د يو باثباته او يو موټى افغانستان د جوړولو لپاره له هڅو او هاندسره خپل ملاتړ اعلاموي.
د افغانستان د جمهوري رياست دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله له دوو مياشتو خبرو وروسته پرون دملي وحدت دحکومت د جوړولو موافقه ليک د افغانستان د جمهوري رياست په ماڼۍ کې لاسليک کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته