په غور ولايت کې دواوري ښوئيدنې له امله ددولينه ولسوالۍ داستخباراتو مسوول ووژل شو .
په دې پيښه کې چې پرون ددوه لينه ولسوالۍ په مربوطاتوکې رامنځته شوه دپوليسو اووه تنه نور سرتيري ټپيان شول .
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ سرپرست عبدالرشيد دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دپوليسو دغه ځواکونه دتربولاک دکلي په لور روان و چې په څو سيموکې واوره وښوئيده او دوى يې لاندې کړل
دپوليسو دغه مقام وويل، اووه تنه پوليس چې تر واوري لاندې بند پاتې شوي و ، دسيمې دخلکو او دامنيتي ځواکونو له خوا په داسې حال کې چې ټپيان و، ايستل شوي خو يو تن چې ددغې ولسوالۍ داستخباراتومسوول و ، په دي پيښه کي وژل شوي دي .
په همدې حال کې دچغچران دمرکزي روغتون ډاکترانو ديو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى .