سیاست

د بهرنيو چارو زير د فرانسې له نوي سفير سره د پيژندګلوۍ کتنه وکړه

کابل باختر د غبرګولي  اووه ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني نن په کابل کې د فرانسې جمهوريت له نوي سفير فرانسوا ريشير سره د پيژندګلوۍ کتنه وکړه .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې لومړى د بهرنيو چارو وزير د دې تر څنګ چې ريشير ته يې په نوي ماموريت کې د برياليتوب غوښتنه وکړه؛ هيله څرګنده کړه چې په دې پست کې د ده د ماموريت په بهيرکې د افغانستان او فرانسې ترمنځ دوستانه اړيکې او هممکارۍ لا زياتې پراخې شي .
د بهرنيو چارو وزير د خپلو خبرو په دوام د فرانسې جمهوريت لرغونى دوست او د افغانستان د دولت او خلکو په وړاندې د ځانګړي دريځ خاوند وباله او په بېلابېلو دورو په تېره بيا په وروستۍ يوه نيمه لسيزه کې له افغانستان سره  د دغه هېواد د ارزښتناکو همکاريو له امله قدرداني وکړه .
وروسته ښاغلي ريشير په دې دندې د ټاکل کيدو له امله خوښې څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا زيات ټينګښت او د همکاريو د زياتوالي لپاره به لازمې هلې ځلې وکړي .
دغه راز ده له افغانستان سره د همکارۍ لپاره د فرانسې جمهوريت د دايمي ژمنې ډاډ ورکړ.
دغه راز د بهرنيو چارو وزير د افغانستان د حکومت د وروستيو برياليتوبونو او لومړيتوبونو په تېره بيا د هېواد د اقتصادي  ودې او پرمختيا په برخه کې په کابل کې د فرانسې جمهوريت نوي سفير ته معلومات ورکړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته