ښوونه او روزنه

سږکال د مخکې جوړو ودانیزو توکو له صنعت څخه په استفادې ۱۰۰ ښوونځي جوړېږي

کابل/ باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۱٩ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د پنجشنبې په ورځ له غرمې مخکې د کابل په هوتخیلو سیمه کې له مخکې جوړو ودانېزو توکو څخه جوړ د هوتخېلو لومړی نمبر ښځینه عالي ښوونځی، پرانیست.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د پرانیستې په دې مراسمو کې د پوهنې وزارت سرپرست، د ښار او کورجوړولو وزیر او ځینې حکومتي مسوولینو هم حضور درلود، د هېواد جمهوررئیس د هوتخېلو لومړي نمبر ښځینه عالي ښوونځي بېلابېلې برخې وکتلې او دغه راز یې له یو شمېر زده کوونکو سره وکتل.
جمهوررئیس غني وویل: د افغان انجنیرانو له لوري د یاد ښوونځي په جوړولو سره نن د حکومت یوه مهمه ژمنه عملي شوه او  سږکال به د مخکې جوړو ودانیزو توکو له صنعت څخه په استفادې ۱۰۰ ښوونځي جوړ شي.
جمهوررئیس زیاته کړه: د ښوونځیوجوړولو تېر وضعیت د منلو نه وو او د مخکې جوړو ودانېزو توکو له صنعت څخه په استفادې په لږ لګښت اوکم وخت کې د ښوونځیو جوړول د پوهنې وضعیت ته مثبت بدلون ورکولی شي.
جمهوررئیس د یاد ښوونځي د جوړولو او نورو زیاتو ښوونځیو ته د پلان جوړولو په برخه کې د ښار او کور جوړولو وزارت او د مخکې جوړو ودانیزو توکو فابریکې او د یادې فابریکې په جوړولو کې د ترکيې همکاري وستایله.
هغه څرګنده کړه: د مخکې جوړو ودانیزو توکو صنعت له ایجاد سره په دې برخه کې خصوصي سکتور ته د پانګونې زمینه هم برابره شوې ده.
د یادونې ده چې د هوتخېلو لومړی نمبر ښځينه عالي ښوونځی له پېش ساخت صنعت څخه په استفادې په اتو اوونیوکې د ۲۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت په ۹۷۲ کیلو متر مربع سیمه کې د کتابتون، کمپیوټرلب او لومړنیو مرستو خونې د اسانتیاو په لرلو سره په استفادې په دوه پوړو کې جوړ او ګټه اخیستنې ته وسپارل شو. #
پاى_ذ 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته