کابل باختر د وږي د مياشتې ٢ :
د وسله والوطالبانو د ډلې درې تنه مشهور قوماندانان د خپلو ٣٠٠ تنو افرادو په ګډون په فارياب ولايت کې له دولت سره يوځاى شول.
دغو قوماندانانو د جمهوري رياست د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له غوښتنې وروسته د جګړې او ورانکارۍ له دوام څخه لاس واخيست او عادي ژوند يې غوره کړ.
خان آقا خان، خداى بردي خان او شجاع خان پرون د فارياب ولايت په يوه کلي کې د افغان پوځيانو د عملياتو په بهيرکې ځانونه د جمهوري رياست لومړي مرستيال ته ورسول او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته به د خپل هېواد په بيا جوړولو او د امنيت په تامينولوکې ونډه واخلي .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال له دولت سره د دغو قوماندانانو د پيوستون هرکلى وکړ.
جنرال دوستم په فارياب کې د تروريزم پرخلاف د جګړې د رهبرۍ د پيلولو په وخت کې په تروريستي ډلو پورې اړوندوکسانو ته خبر دارى ورکړچې يا دې له جګړې او ورانکارۍ څخه لاس واخلي او يا به هم ووژل شي.
د دغو پوځي عملياتو په بهيرکې په سلګونو تنه کورني او بهرني تروريستان ووژل شول او د فارياب زياتره سيمې د دغو کسانو له شتون څخه پاکې شوې.
مخکې له دې هم په فارياب کې سلګونو تنو تروريستانوله جګړې څخه لاس اخستى و.
0 1 دقیقه لوستل