امنیت

په روزګان کې وسله والوطالبانو ته د سر دروند زيان واوښت

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٠
په روزګان ولايت کې د نويو نښتو له امله د وسله والو طالبانو ډلې ته د سردروند زيان اوښتى دى.
دغه جګړې په دې وروستيو وختوکې د روزګان ولايت د خاص روزګان او د چارچينو د ولسواليو او د ترينکوټ ښار په مربوطاتوکې ونښتې.
د افغانستان په جنوب کې د ملي اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو نښتوکې شپږ ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نور هم ټپيان شول.
ده زياته کړه چې زياتره دغه جګړې د وسله والو طالبانو په پټنځيو د امنيتي ځواکونو له بريدونو وروسته ونښتې .
ويل کيږي چې د وسله والو طالبانو د ډلې درې تنه قوماندانان په وژل شويو کسانوکې شامل دي .
د ملي اردو دغه قوماندان وايي چې امنيتي ځواکونه د دغو نښتو په بهيرکې په دې بريالي شوي دي چې يو شمېر ساحې بېرته له وسله والو طالبانو څخه ونيسي او د هغوى د جنګي وسايلو ډيپوګانې ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته