سیاست

حامد کرزي په پيښور کې تروريستي بريد وغانده.

کابل باختر دمرغومي  ديرشمه :
د افغانستان پخوانی جمهور رئيس حامد كرزی په پېښور كې د پاچا خان پر پوهنتون تروريستي برید چې په پایله کې یې د محصلاو او استادانو په شمول ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي په کلکو ټكو غندي.
دحامد کرزي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
حامد كرزى دغه شان بریدونه د ټولو انساني او اسلامي موازینو خلاف بولي او د ډیورند دواړو غاړو کې پر میشتو ولسونو او په خاصه توګه پر تعلیمي مرکزونو بریدونه د هغې کرغېړنې جګړې یوه برخه بولي چې په دې سیمه تپل شوې او تل له عامو وګړو قرباني اخلي.
حامد کرزي زیاته کړه تروریستانو او د دوی ملاتړو تل دا هڅه کړې چې په افغانستان او پښتونخوا کې د تعلیم او فرهنګ د اشاعې او خپرولو پر مراکزونو بریدونه وکړي او په دې توګه زموږ د بچیانو او ځوانانو د روزنې او ترقي مخه ونیسي. خو دوی دې په دې پوه شي چې هیڅکله نه شي کولای په خپلو بشري ضد کړنو سره زموږ د ولسونو د پرمختګ او سولې خنډ وګړځي. 
ده وویل دا ډول وحشیانه بریدونه د اسلام د مقدس دین د تعلیماتو او د دې سیمې د ولسونو د آرمانونو او ګټو خلاف دي.
حامد كرزى د دغې غمجنې پېښې د قربانيانو كورنيو ته د لوى خداي (ج) له درباره د صبر، ټپيانو ته د سملاسي روغتیا او شهیدانو ته د فردوس جنت هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته