امنیت

په جلال اباد ښار کې دعامه محافظت دکندک په مرکز ځانمرګي بريد کې درې واړه ځانمرګي يرغلګر ووژل شول .

کابل باختر دغبرګولي نولسمه :
په جلال اباد ښار کې دعامه محافظت  دکندک په مرکز  ځانمرګي بريد کې  درې واړه ځانمرګي يرغلګر  ووژل شول .
دننګرهار دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزي  دباختراژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تيره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې يوه ځانمرګي يرغلګر  خپل  چاوديدونکي توکي دجلال اباد  ښار په شپږمه ناحيه کې دعامه محافظت  دکندک دروازې ته څيرمه  وچول او دوه تنه نور  يرغلګر دکندک مرکز ته ننوتل او دامنيتي ځواکونو او يرغلګرو ترمنځ  جګړه ونښته او درې ساعته يې دوام وکړ.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، له درې ساعته نښتې وروسته امنيتي ځواکونه په دې بريالي شول چې درې واړه يرغلګر ووژني  .
عبدالزي  وويل: په دې نښته کې  دعامه محافظت  دکندک  مرکز يو ساتوونکي شهيد او يوسرتيرى ټپي شو.
  عبدالزي زياته کړه: په دې بريد کې  دناتو څه ناڅه څلويښت  قراردادي ټانکرونه وسوځيدل  .
عبدالرزي  وويل، دملي امنيت ، اردو او دپوليسو ځواکونه ساحې  ته تللي چې دپيښې څرنګوالى وڅيړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته