سیاست

که د غازي امان الله خان پروګرامونه عملي شوي وای!

کابل /باختر/ د چنګاښ ۱۷مه
افغانان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې نمانځنې ته تیاری نیسي. سل کاله وړاندې ځوان او پر وطن مین غازي امان الله خان د افغانستان بشپړه خپلواکي اعلان کړه.
د باختر آژانس سیاسي مفسر لیکي:
امان الله خان د هغو امیرانو او پاچایانو په څېر نه و چې تر ده مخکې یې پر افغانستان واک چلاوه. تر ده د مخکینیو تېرو شویو پاچایانو یوه ځانګړنه دا وه چې له اصلاحاتو سره یې ډېره لیوالتیا نه لرله. امیر شیرعلی خان د اصلاحاتو پلوی و او غوښتل یې چې د علامه سید جمال الدین افغان اصلاحی پروګرام عملی کړي، خو ده باور درلود چې د اصلاحاتو بهیر باید ډېر ورو او تدریجی وي. عبدالرحمن خان د دولتي حکومت پیاوړي کول خپل تر ټولو ستر لومړیتوب وباله او په نورو برخو کې یې له اصلاحاتو سره دومره لیوالتیا نه لرله. زوی یې حبیب الله خان د اصلاحاتو په راوستو کې تر خپل پلاره ښه و، لیکن ده هم له ډېره  احتیاطه کار اخیست. له همدې امله د ده د واکمنۍ پر مهال د اصلاحاتو بهیر ډېر ورو پر مخ لاړ. دغو پاچاهانو تر هغه بریده د اصلاحاتو پلوی کاوه چې د دوی واکمنۍ ته په کې زیان ونه رسېږي.
د اصلاحاتو د راوستو په اړه د  غازي امان الله خان دریځ بل ډول و. دی ځوان و او د هغه مهال له روڼ اندیو ځوانانو سره یې نږدې اړیکې لرلې. پر دې سربېره امان الله خان د محمود  طرزی زوم و او د محمود طرزي افکارو پرې اغېز هم لاره. د امان الله خان لپاره د پاچاهۍ پر څوکۍ کېناستل د واک د دوام  په موخه نه وو، بلکې ده له همغه پيله له یو ټاکلي پروګرام سره د مشرتابه پیټي ته اوږه ورکړه. د ده پروګرام په ټولو اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو چارو کې د ژورو انقلابي بدلونونو راوستل وو. ده باور درلود چې د دغو بدلونونو د عملي  کولو لپاره تر هر څه وړاندې باید افغانستان پر کورنۍ خپلواکۍ سربېره بهرنۍ خپلواکي هم تر لاسه کړي او د یو آزاد او خپلواک هېواد په توګه د نړۍ له  نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې ټینګې کړي او بیا د بدلونونو راوستو ته ملا وتړي. له دې امله، امان الله خان د بهرني سیاست خپلواک کول تر ټولو ستر لومړیتوب وټاکه. افغانستان د آزاد او خپلواک هېواد په توګه نړیوال سیاسي ډګر ته ورننوت او د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره یې د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ اړیکې ټینګې کړې. د امان الله خان موخه دا وه چې له یوې خوا عصري اداري سیستم جوړ کړي او بیا د دغه راز پرمختللي سیستم په مټ اقتصادي او ټولنیز بدلونونه عملي کړي. اروپایي هېوادونو ته سفر د امان الله خان پر افکارو ډېره اغېزه وکړه او د بدلونونو د راوستو لپاره یې د ده لیوالتیا لا ډېره او غښتلې کړه. دی پوهېده چې د افغانستان خلک هم بدلونونه غواړي. څوک به وي چې ښه، آرام او سوکاله  ژوند ونه غواړي. ښکاره ده چې انسان تل د ښه ژوند لټه کړېده او د ژوند اصلي فلسفه یې هم دا ده چې تل د ښه والي لور ته لاړ شی. ځیني وایي  چې ګنې خلکو د امان الله خان د بدلونونو مخالفت کاوه. دغه راز قضاوت له پیله تر پایه ناسم او بې ځایه دی. که خلکو د امان الله خان د پروګرامونو مخالفت کاوه، نو نن به دی زموږ په ټولنه کې د یو اتل په نامه نه یادېدای. خلکو د ده د پروګرامونو ملاتړ کاوه، خو ځینو کړیو د ښکیلاک ګرو په لمسون او ملاتړ د ده پروګرامونه غندل او هڅه یې کوله چې د خلکو له پاکو مذهبي احساساتو ګټه واخلي او د ده پر خلاف یې ولمسوي.  بهرنۍ لاسوهنې، اقتصادي اوټولنیز وروسته پاتي والی، بې سوادي او بې خبری او نور – دا ټول هغه لاملونه وو چې د امان الله خان د پروګرامونو مخ یې ونیوله او ده ونه شو کولای د افغانستان لپاره په زړه کې پاللې هیلې سرته ورسوي. نن موږ د هغه د نیمګړیو ارمانونو د پوره کولو لپاره غږ پورته کړی دی. نن هم ګڼې ستونزې شته، خو زموږ باور دا دی چې د امان الله خان هیلې به هرو مرو ترسره  کېږي.
پای/ ن. ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته