امنیت

نهه ويشت تنه وسله وال طالبان د هيواد په بېلابېلو سيموکې ووژل شول

کابل – باختر د غوايي دمياشتې ١
دکورنيو چارو وزارت يو خبرځاى وايي: نهه ويشت تنه وسله وال طالبان د هيواد په بېلابېلو سيموکې د امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: افغان امنيتي ځواکونو په تيرو څليرويشتوساعتوکې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه د سيمو د پاکولو په مقصد د سمنګانو، فارياب، زابل، ارزګان او د لوګر د ولايتونو په مربوطاتوکې عمليات ترسره کړل چې له امله يې نهه ويشت تنه وسله وال طالبان ووژل شول، يوولس تنه ټپيان او نهه تنه نوريې ونيول شول .
په دغو عملياتوکې يوه اندازه وسايل او نور پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: د ملي پوليسو ځواکونو د وسايطو ضد يوولس ماينونه چې نوي د وسله والومخالفينو له خوا دکونړ، قندهار، بغلان، خوست او د پکتيکا د ولايتونوپه مربوطاتوکې د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي و؛ کشف او شنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته