کابل باختر دکب شپاړلسمه :
په غور ولايت کې په سلګونو کورنيو په داسې حال کې د اوبو رسولو له پروژوڅخه ګټه واخسته چې پخوا ميرمنو او نجونو له لرې واټنونو څخه خپلوکورونوته د څښاک اوبه ليږدولې.
په دغو طرحوکې د غور ولايت د مرکز چغچران په يوولسو کليوکې د لاسي بمبو په درولو سره د څوارلسو نيمه ژوروڅانګانوکيندل شامل وچې ددغه ولايت دکليو د بيا د جوړولو او پراختيا رياست له خوا عملي شوي دي.
دغور ولايت دکليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست د پروګرامونوآمر انجنيرمحمد شفيق وکيل وويل چې په دغو طرحوکې نږدې دوه مليون افغانۍ لګيدلې دي او څه دپاسه څلور سوه پنځوسوکورنيو د څښاک روغتيايي اوبه يې برابرې کړې دي.
ده زياته کړه: د هغو کليو چې نيمه ژورې څاګانې پکې کيندلې شوې دي؛ پنځوسو تنو اوسيدونکو تخنيکي زده کړې کړې دي او د واټونو د ترميمولو وسايل هم د هغوى په واک کې ورکړى شوي دي .
دچغچران د بابا نظر دکلي اوسيدونکى مولا داد وويل چې په روان کال کې وچکالي او د اوبو د منابعو کمښت د خلکو په وړاندې ستره ستونزه وه چې دا دى دڅاه ګانو په کيندلو سره حل شوې ده.
دغور ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا د رياست مسوولين وايي چې د اوبو رسولو له دغو پروژو څخه په ګټې اخستنې سره به د خلکو ترمنځ دککړو اوبو له امله رامنځته شويو ناروغيو د اخته کسانو او په تېره بيا د ماشومانو او ښځو د مړينې کچه ټيټه شي.
د يوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې: دهغو مطالعاتوله مخې چې ترسره شوي دي؛ دهيواد په کچه په څلويښتو زرو کليوکې له پنځه ويشتو څخه تر ديرشو پورې خلک د څښاک په روغتيايي اوبو برلاسي لري او د هغو ارقامو له مخې چې د هيواد دکليو اوبانډو څخه دغه وزارت ته رسيږي؛ کال په کال په سلګونو تنه دغير روغتيايي اوبو دکارولو له امله له منځه ځي.
0 1 دقیقه لوستل