امنیت

څلور تنه سرتيري ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول

فيض ا باد باختر د غويي ٧ مـــــــــــــــه

په بدخشان ولايت کې تيره شپه په سرحدى پوستې باندې دطالبانو د بريد له ا مله څلورتنه سر تيري ووژل شول او دوه تنه پوليسان  ټپيان شول

دبد خشان ولايت مرستيال شمس الرحمن شمس باختر اژانس ته وويل، تيره شپه ددولت د وسله والو مخالفينو يوې ډلې دوردوج ولسوالۍ دباشوند په کلي کې په سرحدى امنيتي پوستې وسله وال بريد وکړ چې له ا مله يې دپو ليسو څلورتنه سر تيري ووژل شول اودوه تنه نور يې ټپيان شول.

دبدخشان ولايت د امنيې قو ماندانۍ دامنيت امر سمو نوال سخيداد حيدري باخترا ژانس ته وويل، په دې بريد کې دپوليسو يورنجر موټر له يوټانک سره وسوځيدل او مخالفينو د پوليسو دوه رنجر موټر له ځان سره وړي دي

ده زيا ته کړه: په دې پو سته کې درې څلويښت تنه سر تيرو شتون درلود چې مخالفينو شپاړس تنه يې له ځان سره بيولى دي او نور يې تښتيدلى او ددغه ولايت وردوج ولسوالۍ ته تللي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته