کابل باختر د لړم دوه ويشتمه :
په ننګرهار ولايت کې دجګړو له امله په سلګونو بيځايه شويو کورنيو سره دخوړو توکي او دجامو مرستې وويشل شوې .
دغه مرستې نن سهار دنازيانو ولسوالۍ دڅلورسوه جګړه ځپلو کورنيو ته وويشل شول .
په ننګرهار ولايت کې يوسيمه ئيز مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې څلور سوه کورنيو سره وريجې ، غوړي ، اوړه ، لوبيا ، نخود ، چاى ، بوره ، مالګه . ژمنۍ جامې ، شړۍ او دخيمو مرسته وشوه .
دغه مرستې دنړۍ دمرستندويو بنسټونو له خوا برابرې شوې وې .
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ