امنیت

ديارلس تنه وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول .

-کابل باختر د کب  اتلسمه نيټه
ديارلس تنه وسله وال  طالبان تيره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول .
دغزني دوالي وياند محمدعارف نوري دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه طالبان ددغه ولايت داب بند ولسوالۍ دده کويي او اصغري  په کليو کې دځانګړو قطعاتو په عملياتو کې چې دهوايي قوتونو  ملاتړ ورسره و ، ووژل شول
  نوري زياته کړه چې په دغو عملياتو کې اته تنه وسله وال طالبان ټپيان شول او ديوه مشکوک سړي په ګډون اووه تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول .
ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته