کراچي ډي نيوز باختردلړم دمياشتې ١٩ :
دپاکستان په کراچۍ ښار کې په پرونيو تاوتريخوالو کې څه ناڅه ديارلس تنه ووژل شول .
دمرستې رسولو د مرکزونو دخبر له مخې : دوه تنه په بيهار کالوني کې په ډزو سره ووژل شول او د دوو تنونورو مړي چې دځورونې نښي پکې ليدل کيږي ميرزادم خان په سړک کې موندل شوي دي او نهه تنه نور دکراچۍ ښار په بيلابيلوناحيو کې وژل شوي دي
په دغه ښار کې تاوتريخوالي له څوکلونوراپه دې خوا دوام لري چې له امله يې په زرګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ