امنیت

پنځه تنه ډار اچوونکي په روزګان کې ووژل شول

کابل باختر دسلواغې  څلورمه :
پنځه تنه ډار اچوونکي په روزګان ولايت کې د امنيتي ځواکونو د عملياتوپه بهير کې ووژل شول .
د باختر آژانس دخبر له مخې:
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره  ويلي دي: په تيرو څليرويشتو ساعتوکې د ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو د روزګان ولايت د دهراوود ولسوالۍ د منان پله په ساحه کې د محاربوي عملياتوپه بهير کې د ډار اچوونکو د دريو تنو قوماندانانو په ګډون پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته