امنیت

يوولس تنه دبيلابيلو جرمونو په تورو نيول شول

٣٩-کابل باختر دليندي دري ويشتمه

 دبغلان ولايت په مربوطاتو کې  يوولس تنه دتښتونې ، غلا او وژنې دجرمونو په تور ونيول شول .

 دغه ټکۍ دبغلان ولايت امنيه قوماندان  مل پاسوال  اسد الله  شيرزاد نن ددغې قوماندانۍ په مقر کې  په يو مطبوعاتي کنفرانس  کې  څرګند کړ او ويي ويل په تيرو دريو ورځو کې يوولس تنه دغلا ، شوکماري او تښتونې په تور دپوليسو له خوا نيول شوي دي .

 امنيه قوماندان په دغه کنفرانس کې  څرګنده کړه چې دغه کسان دپلخمري ښار او دمرکزي بغلان او خنجانو ولسواليو په مربوطاتو کې نيول شوي او دقانون منګولو ته سپارل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته