امنیت

په ننګرهار کې درې تنه داعشیان وژل شوي دي

کابل/باختر/ د وري د میاشتې ۲۸ مه
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په پېښې سیمه کې درې تنه داعشیان وژل شوي دي.
له ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دغه داعشیان پرون د اچین ولسوالۍ په پېښې سیمه کې له ولسي پاڅون کوونکو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې:
د ننګرهار ولایت د لعل پورې ولسوالۍ په لالي ډاګ سیمه کې د وسله والو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو ترمنځ نښته شوې چې پر مهال یې دوه تنه طالبان وژل شوي او یو بل تن یې ټپي شوی دی.
په یو بل خبر کې ویل شوي دي چې افغان ځواکونو د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ په حکیم آباد سیمه کې د چاودیدونکو توکو یو واسکټ او د کوټ ولسوالۍ په وچ کوټ سیمه کې څلور ماینونه کشف او له منځه وړي دي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته