کابل باختر د سلواغې دمياشتې ٤ :
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست عتيق الله عاطفمل له خوا د سعودي عربستان د پخواني باچا او د حرمين شريفين دخادم ملک عبدالله بن عبدالعزيز آل سعود د مړينې په مناسبت د سعودي عربستان د شاهي هېواد د بهرنيو چارو د وزير شهزاده سعود الفيصل په نامه په دې شرحه د ډاډګيرنې پيغام ليږل شوى دى:
د سعودي عربستان د شاهي هېواد پخوانى باچا او د حرمين شريفين خادم د نړۍ يو مشهور او د اعتبار وړ شخصيت او د افغانستان د خلکو مهربان دوست و.
په دې وسيله د ارواښاد د مړينې په خاطر د خپلې ژورې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب تاسو والاحضرت، د ارواښاد کورنۍ او پاتې کسانو او د سعودي عربستان حکومت او دوستو خلکو ته څرګندوم او د لوى خداى (ج) له دربارڅخه ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانوته يې د جميل صبر هيله کوم.
1 1 دقیقه لوستل