کابل / د کب ۱۶مه/باختر
په ننگرهار کې دوه پراختیایي پروژې بشپړې او گټې اخیستنې ته وسپارلې.
د ننګرهار د ټولګټو چارو رییس مولوي یارمحمد محمدي باختراژانس ته وویل: دغه دوه پروژې د ننګرهار د سره رود او د ښېوې په ولسوالیو کې بشپرې اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
محمدی وویل: په راتلونکي نوي مالي کال کې پلان لري په دې ولایت کې پراختیایي پروژې پيل او هغه پروژې چې نیمګړې پاتې دي بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپاري.
اکرم