امنیت

اووه پنځوس تنه طالبان په غورکې ووژل شول

کابل باختر د ليندي دولسمه :
د بادغيس ولايت د بالامرغاب ولسوالۍ په مربوطاتوکې د نښتو له امله اووه پنځوس وسله وال طالبان ووژل شول.
ددغو نښتو په بهيرکې چې درې ورځې يې دوام درلود؛ اته څلويښت تنه نور طالبان ټپيان شول .
  په بادغيس ولايت کې دملي اردو د دريمې لوا قوماندان جنرال داوودشاه وفادار باخترآژانس ته وويل: جګړه د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په اکمالاتي کاروان د وسله والوطالبانو له بريد وروسته ونښته .
د ده دڅرګندونو له مخې: په دې نښته کې اووه پنځوس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اواته څلويښت تنه نور يې ټپيان شول .
په وژل شويوکسانوکې د طالبانو د سيمه ئيزو قوماندانانوله جملې څخه ملاحسن اڅکزي، ملا بسم الله، ملا ذاکر، مولوي عبدالظاهر، ملا عبدالروف او ملا جليل هم شامل دي .
جنرال وفادار زياته کړه: په دې نښته کې د ملي اردو پنځه تنه سرتيري شهيدان او دملي اردو او ملي پوليسو پنځلس سرتيري ټپيان شول .
د ده دڅرګندونو له مخې: ددغو نښتو په بهيرکې د طالبانو ٣٢ ميله وسلې ترلاسه شوې او څو موټرونه اوموټرسايکلونه سوځول شوي او له منځه تللي دي او دغه راز په سيمه کې دوه ويشت ماينونه هم ترلاسه او شنډ کړى شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته