امنیت

تبصره :

کابل باختر د سلواغې د مياشتې  ١٩  :
په داسې حال کې چې  دسولې دنقشې دبرابرولو اوپه هېواد کې دسولې دخبرو  خبره طرحه ده ، په هېواد کې دجګړې دسختوالي  زمزمه نه شي کيداى توجيه منونکي وي.
دباخترآژانس مبصر ليکي :دافغانستان خلک  څه باندې يوه مياشت وروسته دنوي ژوندانه فصل يعني  پسرلى پيلوي خو دپسرلي په فصل کې دجګړې دپراختيا  زمزې به دخلکو خوشحالي او جشن  زيانمن کړي. هغه خبرې چې کولاى شي   دخلکو آرام ژوند ګډوډ کړي  اوهغوى  دراتلوونکي په نسبت بې باوره کړي.
دجګړې دزياتوالي  او دوسله والو مخالفينو او تروريستانو د بريدونو  د زور اخيستو زمرمه  زياتره  په بهرنيو کړيو او پوځيانو کې شتون لري .
په هېواد کې دجګړې دزور اخيستوله امله انديښنه په داسې حال کې پراختيا مومي چې دافغانستان دولت دامريکا ، چين او پاکستان په ګډون له اغيزمنو هېوادونو سره په مشارکت کې  له طالبانو سره دسولې دخبرو دڅرنګوالي او ددغې مقدسې موخې لپاره  دنقشې دبرابرولو  په باب کار کوي.
په داسې حال کې چې  موږ دسياسي غونډو او دسولې دخبرو په باب غږيږو او په دې لاره کې  انکشافات  په دقت  اوهيلې سره  تعقيبوو  د جګړې دوام څه مفهوم لرلى شي او له بده مرغه  هغوى په هېواد کې  دسولې اوثبات داعاده کولو په  نسبت بې باوره دي  چې په خپله دغه شان غونډو کې ګډون  لري .
ددغه شان انديښنو په ډاګه کول اويا په هېواد کې د جګړې دسختوالي  زمزمه
نه شي کولاى ملت ته ځواب  وي چې په خپل هېواد کې د سولې د اعاده کولــــو لپاره  سترګې په لاره دي ،  له نړيوالې ټولنې په تيره بيا  له  هغو هېوادونو څخه  چې  په هېواد کې دسولې اوثبات دتامينولو په لاره کې له افغانانو سره دمرستې او همکارۍ  خبرې کوي دخلکو هېله دا  ده  چې په طالبانو چې تل  دجګړې  ډول وهي  او بهرني ملاتړي يې  زور پرې اچوي  چې  دافغانستان دخلکو پرخلاف له رواني جګړې او ځان  غوښتنې څخه لاس واخلي او دسولې غږ ته لکه څنګه چې  دهېوادوالو او دسوله دوست نړيوالو غوښتنه ده  ځواب ووايي . ځکه که چېرې په هېواد کې جګړې نتيجه ورکولئ دغه نتيجه په تيرو کلونو کې  په ډاګه  کيده  دغه راز دهېواد له دفاعي او امنيتي بنسټونو څخه دخلکو  هيله دا  ده  چې  هغوى  دطالبانو له  هر جګړه مار تحرک او فرصت څخه مخکې ،  په اقدام لاس پورې کړي  او دهغوى داکمالاتو ، غونډو ، دسرتيرو د جلب او جذب او دنورو پروګرامونو مخه ونيسي . دهغوى داکمالاتو لارې ترڅارنې لاندې ونيسي  دلته دکشفي بنسټونو رول او تحرک  زيات  دخبرو  وړ دى چې دطالبانو اوپه هغو پورې  داړوندو  تروريستي ډلو دپروګرام جوړونې او تحرک مخه ونيسي .
دغه راز  لازمه ده چې دولت  په پراخ  ډول  دهغو مشخصو  کړيو پرخلاف  چې زموږ دخلکو پرخلاف درواني جګړې دپلانونو په جوړولو بوخت دي اقدام وکړي او خلکو ته ډاډمنه فضا برابره کړي  چې دهېواد امنيتي او دفاعي بنسټونه  له هر راز ناوړه  او غرضي حر کت سره  مبارزې ته چمتو دي  او دهېواد دښمنان به  ونه کړاى شي  دوحشت او دهشت له  لارې ځان زموږ په خلکو وزغمي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته