ټولنه

د انتخاباتو دعامه پوهاوي په موخه غونډه جوړه شوه

کابل باختر دغويي دمياشتې ٦نيټه :
په خوست ولايت کې د انتخاباتو دعامه پوهاوي په موخه غونډه جوړه شوه 
په دغه غونډه  کې چې د خوست ولایت د جرګو په  تالار کې جوړه شوي وه،  د خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي ، دانتخاباتو رئیس عبدالرحمن محبت ، قومي مشرانو،علماوو، دمدني ټولنو استارو اوسلګونو ځونانو ګډون کړي وو
په دې غونډه کې د خوست والي حکم خان حبیبي وویل  چې انتخابات یوه ملي پروسه او د خلکو ملي مسوولیت ده ، چې باید ټول پکې برخه واخلي او هغه څوک  چې تذکرې لري باید خپل نومونه ثبت کړي او هغه څوک چې تذکرې نه لري باید تذکري واخلي او په راتلوکي ټاکنو کې برخه واخلي .
حبیبي له قومې مشرانو،علماوو،تعليمي مرکزونو ،دولتي مامورینو اوځوانانو څخه غوښتل چې د دې ملي پروسې د نوم ليکنې په  برخه دې  خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي او خپل مسوولیت سر ته ورسوي ، تر څوهغوي په انتخاباتو کې برخه واخلي، ده د انتخاباتو له  کمیسیون سره په  مر کز او ولسوالیو کې  د بشري ، فزیکي او هر ډول همکاری ژمنه وکړه .
مولوي سردار ځدران هم وویل ؛چې رایه د اسلام مقدس دین له نظره ډیره
مهمه ده ، ده وویل ؛ رايه باید هغه چاته وکارول شي چې په رښتونې ډول سره یې وړ او لایق وي ، داسې نه په راتلونکي کې بیا پښمانه وی .
ده له ټولو ولسونو څخه وغوښتل چې نوم ليکنه وکړي او خپل ملي مسوولیت په ښه ډول سره  ادا کړي . 
ولایتي شورا وکیل قمر علي لکڼوال وویل  په خوست ولایت کې شته د نوم ليکنې مرکزونه د خوست لپاره کفایت نه کوي ، خلک له  ډیرو ستونزو سره مخامخ دي ، ده وویل  ؛ په ځینو سيمو  کې د نوم ليکنې مرکزونه  له  ۱۰ څخه ۱۵ کیلو مترو پورې  واټن  لري چې  ځيني خلک نه شي کولی دنوم ليکنې په خاطر دنوم ليکنې مرکزته  ورشي.
ده وویل؛  په ډیرو مرکزونو کې زیاتې ستونزې موجودې دي ، چې په ځینو مرکزونو کې عادي  کمري هم نشته ، چې دا په لوی لاس دانتخاباتو کمیسیون دی ته زمینه برابروي ، ترڅوخلک په راتلونکوانتخاباتو کې ګډون ونه کړي .
ده د انتخاباتوله کمیسیون څخه وغوښتل چې دانتخاباتودپروسې دغه ستونزې  دې حل کړي ، که نه په راتلونکو انتخاباتو کې به څوک برخه وانخلي .
د یادونې وړ ده چې په تیرو انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون ، د دوی رایې  ته د ارزښت نه ورکول ، د ولسې جرګې څخه د نا راضه کیدو او په انتخاباتو کمیسیون باور نه لرلو له امله خلک زړه نه ښه کوي ، چې نوم ليکنه وکړي     او په راتلونکي انتخاباتو ګډون وکړي .
پاى ذکرالله
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته