کابل، د چنګاښ٢١مه، باختر
په هلمند کې پرون دوه تنه د هلمند په سيند کې د لامبو وهلو پر وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس د باختر آژانس خبريال ته وويل، چې د دغه ولايت د سنګين ولسوالۍ ۲ تنو اوسېدونکو د هلمند په سيند کې د لامبو وهلو په وخت کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د يو بل خبر له مخې؛ يو ځوان د کاپيسا په صیادو سيند کې د لامبو وهلو په وخت کې ډوب او ووژل شو.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالفتاح فايز وويل چې دغه ځوان د کابل د څرخي پله د قلعه جبار کلي اوسېدونکى و د صيادو په سيند کې د لامبو وهلو په وخت کې ډوب او مړ شو.
د يادونې وړ ده چې هغه د تفريح لپاره د صياد ملي پارک ته تللى و.
\ ج