روغتیا

دعامې روغتيا وزارت سرپرسته وستايل شوه

کابل باختردسلواغې دمياشتي ١٨ :

دافغانستان دځوانانو دټولنيزي شورا  دمشرتابه هيئت نن  دستاينې دلوحې په ورکولو سره  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو دښه والې په لاره کې  دعامې روغتيا وزارت دسرپرستې ډاکترې ثريا دليل فعاليتونه وستايل.

دباختر داطلاعاتي اژانس دخبرله مخې دافغانستان دځوانانو دټولنيزي شورا رييس محمدشريف مهربان  دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ته دستاينې  دلوحې د ورکولو په ترڅ کې څرگنده کړه چې دروغتيايي خدمتونوپه وړاندې کولو کې  ديادونې وړ پرمختګونه ترسترګو کېږي .

په مقابل کې دعامې روغتيا وزارت سرپرستې ډاکترې ثريا دليل دځوانانو دټولنيزي شورا دمشرتابه هيئت دښه نيت له امله مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته