سیاست

د شهيد د اوونۍ د نمانځې د تيارى د کميسيون دريمه غونډه جوړه شوه

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٦
د ملي اتل احمدشاه مسعود د شهادت د څوارلسم تلين او د شهيد د اوونۍ د نمانځنې د تيارى د کميسيون دريمه غونډه نن د اجراييه رياست د لومړي مرستيال انجنير محمد خان په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې د موظفو کميټو مسوولينو د خپلو کارونو رپوټونه وړاندې کړل.
د امنيتي کميټې استازي مخکې له مخکې د ټاکل شويو سيمو د امنيت دتامينولو لپاره د امنيتي ځواکونو په سلوکې اتيا تيارى څرګند کړ او ويې ويل: دغه تيارى د مرکز او د پنجشير ولايت په کچه نيول شوى دى .
د فرهنګي کميټې رييسې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د کميټې له غړو او د رسنيو له مسوولينو سره د کتنې په باب د فرهنګي کميټې کاري رپوټ وړاندې کړ.
رسنۍ موظفې شوې دې چې د شهيد د اوونۍ په باب کردي ميرونه جوړکړي.
د غونډې په پاى کې د اجراييه رياست لومړي مرستيال انجنير محمد خان په لا زيات پرتم سره د دغو مراسمو د پرځاى کولو په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته