ورزش

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دانګلستان له ملي ټيم سره دوستانه لوبه کوي

کابل باختر دچنګاښ اتلسمه :
دافغانستان دکرکټ ملي ټيم وروسته  له هغه چې دنړۍ  دسترو دولسو ټيمونو په قطار  کې ځاى ونيوه .
دانګلستان له ټيم سره دوستانه لوبې ترسره کوي .
دباختراژانس دخبرله مخې، دهېواد ملي ټيم په لندن کې دافغانستان سفير سيد طيب جواد له خوا هرکلى وشو .
  جواد هيله لري  چې دهېوا دکرکټ  ملي ټيم زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي .
دافغانستان دکرکټ  بورد رييس شکر الله عاطف مشعل وويل چې دافغانستان دکرکټ ملي ټيم دانګلستان له ملي ټيم سره يولړ دوستانه لوبې ترسره کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته