امنیت

په سمنګانوکې د اوو تنو سیمه ییزو پولیسانو شهادت

ایبک باخترد وږي ۲۴
د یوې ښځې په ګډون اووه تنه سیمه ییزپولیسان تېره شپه په سمنګانوکې شهیدان شول.
د سمنګانو ولایت د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان بابه باختر آژانس ته وویل چې د کوز دره صوف ولسوالۍ په امنیتې پوستو د وسله والو طالبانو په برید کې د یوې ښځې په ګډون اووه تنه سیمه ییزطالبان شهیدان شول .
خبرځای زیاته کړه: دغه جګړه چې د دغه ولسوالۍ په دایکنډي کلي کې ونښته، د یوې ښځینه پولیسې په ګډون ۱۷تنه نور پولیسان ټپیان شول او یوه امنیتي پوسته د طالبانولاس ته ورغله .
ده زیاته کړه: له دې وروسته په لسګونو تنه وګړني پاڅون کوونکو په دښمن برید وکړ او بېرته دغه سیمه ونیوله او طالبانو د زیاتو زیانونو په زغملو سره له ساحې څخه وتښتیدل .
د کوز دره صوف ولسوال عبدالیقین احمدي وویل چې په دې برید کې ۴ تنه وسله وال طالبان ووژل شول چې د یو تن مړی له یو کلاشینکوف سره د جګړې په دګرکې پاتې دی. 
ده زیاته کړه: که دولت د طالبانو او د هغوی د ځالو په له منځه وړلو اقدام ونه کړي او عملیات ترسره نشي، په راتلوونکي کې به د دغې ولسوالۍ اوسیدونکو ته یو جدي خطر وي.
ختم/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته