امنیت

په بغلان کې پنځه کسيزه ډله غله ونيول شول.

کابل باختر دمرغومې دمياشتې ١
امنيتي  ځواکونو نن دبغلان   ولايت په  مربوطاتو کې پنځه کسيزه ډله  وسله  وال     غله ونيول.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخيل باختر آژانس ته وويل : دغو کسانو کله چې غوښتل له يو کرولا موټر څخه استفادې سره له  بغلان  ولايت څخه دکابل په لور لاړ شي په خنجانو ولسوالۍ کې ونيول شول.
دبغلان ولايت امنيه قوماندان  د دغو کسانو نيول  دکندز او ګاونډيو ولايتونو دامنيت دتامينولو لويه لاره کې مهم وبلل او زياته يې کړه  دغې  ډلې  د وسله والو غلاو او انسان تښتونې په څو پيښو کې لاس درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته