کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
د سيمه ئيزو پوليسو سل تنه افسران پرون په بدخشان ولايت کې دنظامي تعليماتو له يو مياشتنى کورس څخه فارغ شول .
دبدخشان ولايت امنيه قوماندان لوى پاسوال فضل الدين عيارد باخترآژانس خبريال ته وويل: ددغه يو مياشتنى کورس فارغان به د جرم او د يمګان د ولسواليو د امنيت د تامينولو لپاره موظف شي.
ديادونې وړ ده چې په تيرو نهومياشتوکې دپوليسو پنځه سوه ديرشو تنو افسرانو دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ د نظامي تعليماتو په مرکز کې پوځي زده کړې کړې دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ