اقتصاد

دکانونو په وزارت کې دداوطلبو شرکتونو دپيشنهادونو دڅيړنې بهير پيل شو

کابل باختر د لړم دوه ويشتمه
  دافغان تاجک دنفتي حوزي داکتشاف دداوطلبو شرکتونو  دپيشنهادونو دڅيړنې بهير نن دکانونو په وزارت کې پيل شو .
دکانونو وزارت دويندوى جوادعمر له خولې دباختر اژانس دخبر له مخې، دغه بهير دڅيړنې دموظفې کميټې او دشرکتونو داستازو په ګډون په بشپړ شفافيت او دقت سره پيل شوي دي او ټاکل شوې ده چې دروان کال دسلواغي تر مياشتې پورې غوره شرکتونه مشخص شي اوله هغه وروسته دغوره شرکتونو خبرې پيليږي او دداوطلبي  دبهير پر بنسټ  دقرارداددتدوين په مقصد د ١٣٩١ کال دکب ترمياشتې  پورې بشپړيږي  اوله ګتوونکي شرکت سره قراردادلاسليک کيږي .
دده د څرګندونو له مخې،  په دې داوطلبي  کې نړيوالو شرکتونو پيشنهادونه ورکړي دي اوله دې جملې څخه اته شرکتونه  په شرايطو برابر پيژندل شوي دي .
دلومړى ځل لپاره دافغان تاجک دنفتي حوزي سايزميک چې په بلخ کې دى دکاناډايي کمپني له خوا ددولسو مليونو اوپنځه سوه زرو ډالرو په لګښت بشپړيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته