سیاست

تبصره

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٦
دنا امنۍ په لور دثبات دتګلورې بدلون او آن دهيواد دشمال دولايتونو په لور دهغې پراختيا نه يوازې دخلکو دانديښنې سبب شوې ده ،بلکې دهيواد په اقتصادي ثبات باندې يې هم توره پرده غوړلې ده .
دباختر آژانس سياسي مبصر ليکې: له ترديد پرته دافغانستان اوسنۍ نظام په هيواد کې دسراسري امنيت تامينولو ته په خپل لومړيتوب کې ځاى ورکړى دى .
ځکه دافغانستان سياست پوهان په دې پوهيږي چې په هيواد کې دسراسري امنيت له تامينولو پرته نه شوکلاى سياسي او اقتصادي ثبات ترلاسه کړو په همدې دليل و چې افغانستان له يو شمير سترو اقتصاد لروونکو اروپايي او آسيايي هيوادونو سره ستراتيژيکي تړونونه او قرار دادونه او له ناتو او دامريکا له متحده ايالاتو سره  دفاعي او امنيتي تړونونه لاس ليک کړي دي.
اوس خلک پوښتنه کوي په داسې شرايطو چې نا امنۍ دهرې ورځې په تيريدو سره زياتيږي دهيواد په شمال او په ځينو نورو ولايتونو کې ډار اچوونکو دجګړې تنور تود کړى دى او هره ورځ يو شمير سرتيرې او ملکي وګړي دجګړې په اور کې ستي کيږي ددغې مهمې مسئلې په وړاندې د دولت او دهغه دستراتيژيکي متحدينو چلند څه دى؟

دخلکو په ګډون دافغانستان سياست پوهان  په دې پوهيږي سره له دې چې په افغانستان کې جګړه  په بهر کې  جرړې لري  کورنيو عواملو هم  ورسره مرسته کړې ده .  په همدې دليل و  چې  جمهور رييس څرګنده کړه چې نړيوال تروريزم له افغانستان سره جنګيږي .
  په دې تکي  په  منګولي لګولو سره  په افغانستان کې  دجګړې او سولې  شخړه سيمه ئيزه او نړيواله ده .  او په سولې  هيله من کيدل يو ناشونې کار بلل کيداى شي .
  په دغو موجزو دلايلو سره اوسني نظام بايد خپل نړيوال متحدين  دهغو قراردادونو او سندونو په استناد چې لاسليک کړي دي  په  عصري  وسلو دهيواد دامنيتي پوځ  او دامنيتي ځواکونو په سمبالولو مکلف دي .  او  ساتوونکي يې  له اسمان او ځمکې څخه تعقيب کړي  .
دافغانستان دعالمانودسراسري شورا له لارې  دې  دهيواد په ټولو جوماتونوکې  منظم تبليغاتي پروګرامونه پيل شي  چې  په افغانستان  کې دسولې اوجګړې حقايق خلکو ته  بيان شي .
دهيواد دامنيتي ځواکونو  تبليغاتي پروګرامونه دې په  پرله پسې توګه د ډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو له لارې خپاره شي .
دخلکو ديو موټي کولو په لاره کې دې  هڅه او هاند وشي  او  دهيواد  دهر وګړي  په  بدن کې دې  دهيوادپالنې اراده ژوندى شي او دنه پخلا کيدونکو دښمن  له  کرغيړن  مخ   څخه دې پرده پورته کړى شي .
  دامنيت  تامينولو ته  دخاصې پاملرنې تر څنګ دې  دهيواد  اقتصادي ودې ته هم  پاملرنه وشي  ، اقتصادي وده  او دکار موندل  ددښمن  دسرتيري  نيونې  سرچينې  وچوي .  دفساد او دنورو  ناخوالو په وړاندې دې  جدي مبارزه وشي . 
  په لنډه توګه  په صادقانه  کړنو او په ستراتيژيکي  تګلارې سره  کولى شو  کورني  شخړې  دمدني بنسټونو ، ځوانانو ، ښځو او د ټولنې  دنوروقشرونو  په همکارۍ  ديوې سترې ستونزې په توګه حل کړو او په ډاډ سره  سيمه ئيزې  او نړيوالې  شخړې  حل کړو .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته