سیاست

د وروستيو کړکيچونو د رامنځته کېدو په تعقيب بلخ ته دکورنيو چارو او د دفاع د وزيرانو سفر

کابل باختر د کب  څليرويشتمه :
دکورنيو چارو او دملي دفاع وزيران په بلخ ولايت کې  د وروستيو  کړکيچونو په تعقيب  د مزارشريف ښار ته لاړل .
دغو امنيتي او دفاعي مقاماتو دبلخ له پخواني والي او دجمعيت اسلامي ګوند له اجراييه رييس عطامحمد نور سره وکتل چې د هغو انديښنو د پاى ته رسولو لپاره لاره پيداکړي کوم چې د مزارشريف  اوسيدونکو ته پيدا شوي دي .
د باختراژانس د خبرله مخې، عطا محمد نور له اسد الله خالد او مسعود اندرابي سره په کتنه کې له حکومت څخه غوښتي دي چې دبلخ ولايت د نوي امنيه قوماندان په ګوښه کولو سره په مزاشريف ښار کې ارامي تامين کړي .
دکورنيو چارو او د ملي دفاع وزيرانو هم په دې کتنه کې  له عطامحمد نور څخه غوښتي دي چې تر خپل امر لاندي وسله والو کسانو  ته دې دستور ورکړي چې دناامنۍ له پيداکولو  څخه لاس واخلي .
دمزارشريف په ښار کې د تېرو دوو ورځو په نښتو کې اته تنه وژل شوي او کابو شپيته تنه نور ټپيان شوي دي .
دغه جګړې د بلخ ولايت دامنيه قوماندان جنرال محمد اکرم سامع له ګوښه کېدو او په دې سمت کې دجنرال عبدالرقيب مبارز له ټاکل کېدو وروسته ونښتې  چې له امله يې عطامحمد نور او د هغه پلويانو غبرګون وښوده .
همدا اوس دمزارشريف ښار زياتروسيمو  پوځي بڼه غوره کړې ده او په ټولو ساحو کې ځانګړي ځواکونه ځاى پرځاى دي او دښار له ځينو سيمو څخه خورې ورې ډزې اوريدل کېږي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته