ورزش

يوشمير ورزشکارانو دسياليو په ترسره کولو سره دسرتيرو ورځ ونمانځله

کابل باختردکب دمياشتې١٢ نيټه :
په کابل کې په سلګونو تنو ځوانو ورزشکارانو دځغاستې اوبايسکل ځغلولو  دسياليو په ترسره کولو سره دکب نهمه نيټه دملي دفاعي  او امنيتي ځواکونو ورځ ونمانځله  .
دبدني روزنې اوسپورت رئيس ډاکتر حفيظ الله  ولي رحيمي  ددې ترڅنګ  چې دسرتيرو ملي ورځ  دهېواد دامنيتي اودفاعي  ځواکونو منسوبينو ته مبارکي وويله  دباخترآژانس  خبريال ته وويل  په دغو سياليو کې  نجونو اوهلکانو  ورزشکارانو ددارلامان په سړک  خپل دځغاستې لوبې پيل کړي.
کريم ياقوت ٤٥٠٠ متره واټن  په پنځلسو دقيقو او اتلسوثانيو کې وواهه  او ځان يې د کرښې پاى ته ورساوه  او لومړۍ مقام يې وګاټه .
دغه راز مجتبى عظيمي  دويم مقام او عباس دريم مقامونه وګټل  .
دنجونو په څانګه کې  حفيظې محبي ٤٥٠٠  متره واټن په اووه  ويشتو دقيقو او لسو ثانيو کې وواهه اولومړى مقام يې وګاټه.
دغه راز ميګون دويم او روحينا دريم مقامونه وګټل،
ددواړو څانګو دلومړيو مقامونو ګټوونکو ته ١٠٠٠٠   _ افغانۍ  او ددويم مقام ګټوونکو ته ٥٠٠٠  _ افغانۍ  او ددريم مقام  ګټوونکو ته ٣٠٠٠_ افغانۍ  جايزې ورکړ شوې.
دځغاستې په سياليوکې زرو تنو ورزشکارو نجونواو هلکانو له بيلابيلو  فدراسيونونو څخه ګډون کړى وو.
دغه سيالۍ ددهمزنګ له څلور لارې څخه پيل او ددارلامان ماڼۍ ته مخامخ پاى ته ورسيدې .
د کب   نهمه  نيټه  د ملي  وحدت د حکومت  له خوا په   ١٣٩٥ کال کې   دسرتيرې دورځې په نامه نومول شوې ده  دا   لومړى ځل دى  چې دهېواد ورزشکاران له دغې   ورځې څخه  د ورزشي سياليو په ترسره کولو  سره ونمانځله .پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته