امنیت

څلور تنه مخالفين ووژل شول .

کابل باختر د ثور اوولسمه

  په فراه ولايت کې له پوليسو سره په نښته کې  څلور  تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

  دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ  څلور تنه وسله وال مخالفين تيره شپه هغه وخت ووژل شول چې غوښتل يې دملي اردو ديونيفوم په کارولو  سره په يوه موټر کې ددغه ولايت په بکوا ولسوالۍ کې په يوې امنيتي پوستې بريد وکړي چې له امله يې  څلور تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

 خبرځاى زياته کړه: په دې نښته کې پوليسو ته زيان نه دي اوښتي

 ديوبل خبر له مخې، دکندهار ولايت  په پنجوايي ولسوالۍ کې ددغه ولايت دپوليسو او عامه نظم  دګډو ځواکونو په تصفيوي عمليات کې  څلور سوه کيلوګرامه چرس ډوله نشه يي توکي ترلاسه شوي دي او تراوسه پورې  په دې اړوندڅوک نه دى نيول شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته