لښکرګاه/ باختر دچنګاښ ٢٦
په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه جګپوړي قوماندانان له شپږو تنو نورو ډار اچوونکو سره په پوځي عملياتو ووژل شول .
په دغو طالبانو نن سهار په ناد علي ولسوالۍ کې بريد وشو .
د کوماندو د ځواکونو وياند احمدجاويدسليم باختر آژانس ته وويل چې دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو چې دکوماندو دځواکونو له خوا پرې بريد وشو .
سليم وايي چې د طالبانو د ځپلو لپاره د هلمند ولايت په ځينو سيموکې په افغانستان کې د کوماندو د ځواکونو د يوه جګپوړي قوماندان منيب اميري په مشرۍ پوځي عمليات دوام لري .
ده وويل چې د کوماندو دغه پوځيان د وسله والوطالبانو له شتون څخه د هلمند د پاکولو او په نسبي ډول د دغه نا امن ولايت خلکو ته دامنيت دتامينولو لپاره دغه ځاى ته تللي دي .
0 1 دقیقه لوستل