امنیت

اوولس وسله وال طالبان په بلخ کې ووژل شول

-کابل /دوږي ٢١مه / باختر:
١٧وسله وال طالبان په بلخ کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
په دې جګړه کې  ٥ وسله وال طالبان ټپيان او درې نور طالبان ونيول شول.
جګړه پرون مازيګرپه دولت اباد ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو پرڅو پوستو د وسله والو طالبانو له برېدونو وروسته پيل او د شپې تر ناوخته پورې يې دوام وکړ.
د هېواد په شمال کې د شاهين قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  چې په دې جګړه کې  ١٧ وسله وال طالبان ووژل شول، پنځه ټپيان اودرې نور د ځواکونو له خواونيول شول.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته