امنیت

د فارياب د سولې د شورا د رييس د ترور طرحه ناکامه شوه

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٧ :
د فارياب ولايت د سولې د شورا رييس د يو بم له چاودنې څخه روغ رمټ پاتې شو.
دغه بم د مولوي اسدالله کورته څېرمه ښخ کړاى شوى و او کله چې هغه له دغې ساحې څخه تېريده؛ وچاوديد.
د فارياب ولايت يوه امنيتي مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې د دغه ولايت د سولې د شورا رييس مولوي اسدالله ته زيان نه دى اوښتى.
ده وسله وال طالبان د دغه بم ښخونې مسوول وبلل او ويې ويل چې د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هڅې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته