ټولنه

په کندز ښار کې ترافيکي پيښې کمې شوې دي .

کابل باختر د ثور اتمه :
دکندز ولايت دترافيکو مدير وايي چې ددغه ولايت په مرکز کې دترافيکي پيښو کچه کمه شوې ده .
  دکندز ولايت  دترافيکو مدير جنرال احمد ولي بکتاش  چې دباختراژانس له خبريال سره يې خبرې کولې وويل په دې علت چې په کندز ښار کې  دموټرسايکلوتګ راتګ منع کړى شوى دى او هم دترافيکو پوليس دواټ دمقرراتو په عملي کولو کې جدي هلې ځلې کوي له دې امله په دغه ښار کې دترافيکي پيښو کچه ټيټه شوې ده .
ده څرګنده کړه چې دکندز ښاروالۍ په همکارۍ هڅه او هاند کوو چې په ښار کې گرځنده  پلورونکو ته يو ځاى وټاکو چې لارويان په واټونوکې دتګ راتګ پرځاى وکولاى شي په اسانۍ سره له پليو لارو څخه استفاده وکړي .
دکندز دترافيکو مدير وويل چې دکندز ښار اويا کاله مخکې جوړ شوى دى او اوس يې دليږدونکو وسايطو په زياتې ګڼې ګونې  سره دواټونو دتړل کيدو له پلوه به ترافيکو ته زياتې ستونزې  پيداکړي دي .
ده وويل دکندز دترافيکو  مديريت په ١٣٩٢ کال کې دجواز سير او دچلوونې دجواز دويشلو له پلوه څه دپاسه دوه مليونه اته سوه زره افغانۍ عايد ترلاسه کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته